Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
ورکولو د پاره تشريف يوړلو نو فِرعَون پوښتنه اوکړه:
قَالَ فَمَنۡ رَّبُّکُمَا یٰمُوۡسٰی )۴۹ ( (پارہ:16،سورۂ طٰہٰ:49)
ترجمۀ کنزُ العرفان: اے موسٰی! نو ستاسو د دواړو رَبّ څوک دے؟
د دې په جواب کښې حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل:
قَالَ رَبُّنَا الَّذِیۡۤ اَعۡطٰی کُلَّ شَیۡءٍ خَلۡقَہٗ ثُمَّ ہَدٰی )۵۰ ( (پارہ:16،سورۂ طٰہٰ:50)
ترجمۀ کنزُ العِرفان: موسٰی اوفرمائيل: زمونږه رَبّ هغه دے چا چې هر څيز له د هغه خاص شکل او صورت ورکړو بيا ئې لار اوښودله۔
مُفَسَّرِينِ کرامو چې د دې آيت کوم وَضَاحت فرمائيلے دے، د هغې مطابق د دې مطلب دا دے چې رَبّ هغه دے چا چې هر څيز د يو خاص مقصد د لاندې، په خاص کړے شوي صلاحيت پيدا کړو، بيا ئې هر څيز ته د هغه د کار مطابق شکل هم عطا کړو، بيا ئې هر څيز ته د هغه د صلاحيت او کار مطابق اسباب هم ورکړل او د دې سره سره ئې هغه اسباب په استعمال کښې څنګ راوستل دي، د هغې هدايت هم اوکړو۔ مثلاً الله پاک سترګې د کتو د پاره پيدا کړې، په هغې کښې ئې د ليدو صلاحيت هم پيدا کړو، غوږونه ئې د اوريدو د پاره پيدا کړل، غوږونو ته ئې د هغې د کار مطابق شکل او صورت هم ورکړو او د اوريدو صلاحيت ئې هم ورکړو، بيا کمال دا دے چې د هر يو څيز يو خاص مقصد دے، او يو خاص کار دے، غوږونه اوري، ليدے نشي،