Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دُنيا ده، څوک چي دلته د الله پاک د ويرې نه ژړيږي، د قبر او د اخرت پۀ يادولو، د خپلو ګناهونو پۀ يادولو ژړيږي، هغه به د قيامت پۀ ورځ خوشحاله وي او خنديږي به، چا چې دلته اونۀ ژړل، پۀ ټوقو ټقالو او لوبو ټوقو کښې يـې د ژوند ورځې شپې ضائع کړې، خُدائے دې نۀ کړي که چرې د دوزخ حقدار شو نو هلته به ورته عذاب څَکل او ډير ژړيدل وي۔

چې ماشوم پۀ ژړا شو نو پخپله هم پۀ ژړا شو

حضرت محمد بن فَرُّوخ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما سعادت نصيب شو چې حضرت رَيَاح قَيسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږ کور ته تشريف راوړو، د شپې ناڅاپه زما ماشوم بچے پۀ ژړا شو نو هغه يـې چې پۀ ژړا وليدو نو حضرت رَيَاح قَيسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ ژړا شو، ماشوم خو چپ شو خو هغوئي د سحره پورې ژړل۔

ما چې ترينه د دومره ژړيدو د سبب پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: ماشوم چي پۀ ژړا شو نو ما ته د دوزخيانو ژړيدل راياد شول، آه! دوزخيان به پۀ دوزخ کښې ژاړي، د هغوئي به هلته څوک مدد کوونکے نۀ وي۔([1])

د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ژړا

* حضرت سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مجلس کښې د خبرو سلسله روانه وه خو هغوئي بالکل خاموشه ناست وو، پوښتنه اوکړے شوه: حُضُور! څۀ خبره ده، تاسو ولې خاموشه يئ؟ اوئې فرمائيل: زۀ د جَنَّتيانو پۀ باره کښې سوچ کووم چې هغوئي به څومره پۀ خندا خندا د يو بل سره ملاقاتونه کوي! خو دوزخيان به يو بل ته پۀ نا قرارۍ کښې د مدد د پاره چغې وهي۔ د دومره وئيلو نه پس هغوئي پۀ ژړا شو۔ ([2]) * حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل پۀ ژړا شو، د


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الرقۃ و البکاء، جلد:3، صفحہ:218، رقم:253۔

[2]... سیرۃ و مناقب عمر بن عبد العزیز لا بن جوزی، صفحہ:214۔