Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
پاک د ويرې نه ژاړي نو د هرې اوښکې پۀ بدل کښې الله پاک د هغۀ پۀ زړۀ کښې د نُور غرونه ږدي او هغۀ ته د نيک اعمال طاقت عطا کوي۔([1])
حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لکه څنګه چې هوا وَچې پاڼې الوځوي، د الله پاک د ويرې له وجهې ژړيدل ګناهونه هم داسې الوځوي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د الله پاک د ويرې نه ژړا څومره عظيمه نيکي ده، د دې پۀ برکت د دوزخ نه نجات نصيب کيږي * ژړيدونکے د فرښتو پۀ نزد مُنَوَّر (يعنې د نُوراني زړۀ والا) ليکلے کيږي * پۀ ژړيدونکي باندې رحمت د ټولو نه وړومبے نازليږي * د الله پاک د ويرې نه وتونکې اوښکه د ټولې دُنيا د غرونو نه زياته وزن داره ده * د الله پاک د ويرې نه ژړل د دوزخ وور مړ کوي * د الله پاک د ويرې نه د ژړيدونکي به پخپله څنګه شان وي۔۔۔!! د دۀ د ژړا پۀ برکت د دۀ خواؤ شا ته خلق هم بخښلے کيږي۔
سُبْحٰنَ اللہ! د دې روايتونو او د نيکانو خلقو د اِرشاداتو نه معلومه شوه چې د الله پاک د ويرې نه ژړا ډيره عظيمه نيکي ده۔ مونږ له هم پکار دي چې د الله پاک د ويرې نه ژاړو۔
د الله پاک د ويرې نه د ژړيدو طريقې
چرته چې يواځې کښينۍ نو قبر يادوئ * د قيامت پۀ ورځ د قبرونو نه راپاڅيدل دي، دا يادوئ * د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ تصور جوړوئ * د دوزخ وحشت ناکې سزاګانې رايادوئ * پل صراط رايادوئ، د دې پۀ برکت به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ نرم شي او د الله پاک د ويرې نه به مو ژړيدل نصيب شي۔