Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

*د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عليُّ الْمُرْتضیٰ رَضِیَ اللہُ عَنه هم د دې خوږو خوږو سُنتو عامل وو.

 تاسو هم پۀ دې سُنَّت عمل وکړئ! د سحر د نمونځ د پاره راويښول کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! ډېر برکتونه به حاصل کړئ: *نور خلق  چې راپاڅوئ نو پخپله به هم د سحر نمونځ د جَمعې سره د ادا کولو سَعَادت حاصلوئ. *سَحر سَحر به د نېکئ د دعوت ورکولو ثواب حاصلوئ.*ستاسو په راويښولو چې څومره خلک نمونځ کوي، د هغوئي ټولو د نمونځونو ثواب به هغوئي ته هم حاصليږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! ستاسو په اَعمال نامه کښې به هم ليکل کيږي.*سَحر سَحر به د پيدل ګرځيدلو موقع په لاس درځي نو صحت به مو هُم ښۀ کيږي.*يوه اَهَمه فائده دا چې د جُماتونه به اباديږي.

هيڅ مشکل کار نۀ دے، د جَمعې د وخت نه 20، 25 منټه مخکښې راپاڅئ! د سحر نمانځۀ له خو هسې هُم تلل وي، خلقو ته اوازونه کولو کولو کښې ځئ! جُمات ته به هم ورسئ او د الله پاک په فضل سره د نېکئ د دعوت ورکولو ثواب به هم حاصل کړئ. نيّت وکړئ! چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د سحر نمانځۀ له راپاڅول به کووم.

ستاسو د ترغيب د پاره تاسو يو مدني سپرلے اورووم.

د سرکار صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّمَ د دربار نه بَلنه راغله

د قصور (پنجاب پاکستان) اوسيدونکي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: اَلحمدُ لِلّٰہ! زه د دعوتِ اسلامي  ديني ماحول سره وابسته خو ووم، خو په ديني کارونو کښې په سُستئ کښې پريوتے ووم. يو ذمه وار اسلامي ورور د ديني کارونو خصوصاً د سحر نمونځ له د راپاڅولو والا ديني کار د پابندئ ترغيب راکړو. اَلحمدُ لِلّٰہ! زما ذهن جوړ شو او ما د سحر نمونځ له راپاڅول شروع کړل، اَلحمدُ لِلّٰہ! په ما باندې د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّمَ داسې کرم وشو چې ما ته په هم هغه کال بارګاهِ مصطفٰے صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّمَ کښې د حاضرئ شرف رانصيب شو.