Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو کَس به يوه داسې (دروغ) خبره کوي د کومې پۀ ذريعه چې پۀ خوا کښې ناست خلق خندوي، خو هغه خبره به هغه د اسمان اوزمکې ترمينځه چي څومره فاصله ده د دې نه هم ډير لرې  پورې دوزخ ته بوځي۔

قہقے اور یاوہ گوئی میں ترا نقصان ہے                                    بے ضرورت بولنے والا بڑا نادان ہے

بھاگتے ہیں سُن لے بد اَخْلاق اِنساں سے سبھی       مُسْکرا کر سب سے مِلنا دل سے کرنا عاجِزی([1])

ډيره خندا غفلت راولي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بے شکه چې خندا ګناه نۀ ده، البته خندا د غفلت علامت ضرور دے، ځکه پۀ دِين کښې د دې ډاډګيرنه نشته بلکې پۀ دې کښې د کمي ترغيب ورکړے شوے دے۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ خوا تيريدلو، هغوئي پۀ خپل مينځ کښې د يو بل سره خبرې کولې او خندل يـې۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نصيحت کولو وفرمائيل: اُذْکُرُوا الْمَوْتَ يعنې مرګ ياد کړئ! اَمَا وَالَّذِي بَعَثَنِي بِالْحَقِّ لَوْ تَعْلَمُونَ مَا اَعْلَمُ لَضَحِكْتُمْ قَلِيلًا وَلَبَكَيْتُمْ كَثِيرًا پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي کوم چې زۀ د حق سره راوليږلم، د څۀ نه چې زۀ خبر يم، که تاسو ترينه خبر وے نو کم به مو خندلے، ډير به مو ژړلے۔ ([2])

قہقہہ تم مت لگاؤ بھائیو!                                                                                                                            گر لحاظِ گریہ سرکار ہے([3])

قبر او اخرت ياد ساتئ۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د حضرت زِيَاد عَنبَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه واوريدله،


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:697-698۔

[2]... الفوائد للتمام، جلد:2، صفحہ:199، حدیث:1520۔

[3]...وسائلِ بخشش، صفحہ:476۔