Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

د خبرو اوريدو * هغوئي ته پۀ محبت سره د کتلو او * د هغوئي د سيرت د اِختيارولو پۀ برکت سره پۀ دومره تيزۍ سره د زړۀ نه زنګ لرې کيږي د کومې چې څۀ جواب نشته۔

د زړۀ د سختۍ نا اشنا عِلاج

حضرت جعفر بن سُلَيمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما به چې کله پۀ خپل زړۀ کښې سختي موندله نو سحر وختي به د حضرت محمد بن واسِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضريدم، د دې پۀ برکت به ما ته فائده رارسيدله۔ ([1])

اللہ اللہ کیے جانے سے اللہ نہ ملے                                                              اللہ والے ہیں جو اللہ سے ملا دیتے ہیں

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

د ذيلي حلقې 12 ديني کارونو نه يو کار: د سَحر نمونځ له راپاڅول

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَـمْـدُ لِلّٰه د فساد پۀ دې دور کښې د عاشِقانِ رسول ديني تنظيم دعوتِ اسلامي په زړونو کښې د عشقِ رسول پېدا کولو، د نېکئ د دعوت ورکولو او د امت نېک او نمونځ ګزاره جوړولو په کوشش کښې مصروفِ عمل دے، تاسو هم د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ، د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې د زړۀ پۀ اخلاص سره حصه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د دِين او دُنيا بې شمېره برکتونه به مو نصيب شي. د 12 ديني کارونو نه يو ديني کار د سحر نمونځ له راپاڅول هم دي.

سحر نمونځ له راپاڅول د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي: * د اللہ پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّمَ به چې د سحر نمونځ له تشريف وړلو نو اُوده کسان به يـې رابيدارول. *د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ عَنه هم دغه انداز وو. او


 

 



[1]... حِلْیَۃُ الْاَوْلیاء، محمد بن واسع،  جلد:2، صفحہ:395، رقم:2694۔