Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
آيا زۀ شُکر ګزار بنده جوړ نشم۔۔۔؟
د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائِشه صِدِّيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما خوا له تشريف راوړلو، بيا يـې وفرمائيل: عائِشه! نن شپه ما د خپل رَبّ عبادت ته پريږده۔۔۔!! بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ودريدو، اودس يـې اوکړو او تلاوت يـې شروع کړو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تِلاوت کولو، اوښکې يـې بهيدلې، مقدسې اوښکې د هغوئي پۀ جولۍ مبارکه کښې راپريوتلې۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښۍ ډډه باندې سملاستو، د مبارکو سترګو نه يـې بيا هم اوښکې روانې وې، زمکه يـې ښکلوله۔ ټوله شپه هم داسې تيره شوه، د دې پورې چې حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سحر اذان اوکړو۔ کله چې حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ژړا باندې وليدو نو عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا تاسو ژاړۍ حالانکې ستاسو پۀ وسيله د مخکښينو وروستنو ټول ګناهونه بخښلے شوي دي۔ اوئې فرمائيل: اَفَلَا اَكُونُ عَبْدًا شَكُورًا يعنې اے بِلاله! آيا زۀ د خپل رَبّ شُکر ګزار بنده جوړ نشم۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د الله پاک د ويرې نه ژړيدل د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک دي، معلومه شوه چې نن چې هم څوک ژړيږي ژړول کوي، ډير خوش قِسمته دي چې د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت ادا کوي۔
ژړيدل د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک د ويرې نه ژړيدل د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت هم دي او د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت هم