Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                              جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                           صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

اِستِعَاذَه (د الله پاک پناه غوښتل) سُنَّت ده

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ ورځ کښې 10 کرته د شيطان مردود نه د الله پاک پناه غواړي، الله پاک د هغه سره يوه فرښته مقرره کړي کومه چې د دې بنده نه شيطان لرې کوي۔ ([2])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اِستعاذه يعنې د الله پاک پناه غوښتل د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک دي۔ زمونږ آقا او مولیٰ  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شيطان مردود نه علاوه د نورو ډيرو افتونو نه هم د الله پاک پناه غوښتله، مثلاً * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شومتوب [کنجوسۍ] نه د الله پاک پناه غوښتله * د جُبن يعنې د بزدلۍ نه به يـې د الله پاک پناه غوښتله * د کَسل يعنې د ناراستۍ نه به يـې د الله پاک پناه غوښتله * د هَرَم يعنې د بے وسه کوونکي بوډا توب نه به يـې پناه غوښتله * دغه شان به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر د عذاب او د دجال د فتنې نه هم د الله پاک پناه غوښتله۔ ([3])


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... مُسْنَدِ ابویعلیٰ، صفحہ:320، حدیث:4114۔

[3]... بستان الواعظین، صفحہ:10-11۔