Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو بے شکه د الله پاک محبوب دے، يقيناً چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د ګناهونو نه پاک دے، فتنې فسادونه ختموونکے دے، الله پاک خو د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د حفاظت وعده فرمائيلې ده، يقيناً چې د اخري نبي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مختلفو افتونو نه پناه غوښتل هُم د اُمت د تعليم د پاره وو، ځکه مونږ له پکار دي چې د شيطان مردود نه، د ګناهونو نه او د هر څيز د شر نه د الله پاک پناه غواړو۔ څوک چې د الله پاک پناه غواړي، الله پاک هغه ته خپله پناه عطا کوي۔ مونږ وايو کنه: مَعَاذَ الله د دې معنیٰ ده: د الله پاک پناه۔ دغه شان اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم لولئ، يا هُم پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې وايئ: زۀ د شيطان د شر نه، د شومتوب نه، د قبر د عذاب نه، د کُفر نه، د ګناهونو نه او د هر څيز د شر نه د الله پاک پناه غواړم۔
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
رَبّ کے در پر جھکیں التجائیں کریں بابِ رحمت کُھلیں قافلے میں چلو
عاشقانِ رسول ان سے رحمت کے پھول آؤ لینے چلیں قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد