Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
شپې تيروو، زمونږ سره نۀ د دې ټولو وحشتونو فِکر شته ، نۀ راته راياديږي۔ بس پۀ خپلو خيالونو کښې ډوب پۀ خندا او پۀ لوبو کښې ژوند تيروو۔
کاش چې د حضرت زِيَاد عَنبَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان زمونږه هم د اخِرت فِکر نصيب شي، کاش چې پۀ مونږ هم ژړا غالبه شي، کاش چې پۀ زړۀ غم راخوريږي او د الله پاک د ويرې له وجهې د سترګو نه اوښکې جاري کيږي۔
کم خاندئ او ډيرې اوښکې توئيوئ۔۔۔!!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّ لْیَبْكُوْا كَثِیْرًاۚ- (پارہ:10، سورۀ توبہ:82)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي لره پکار دي چې لږ شان خاندي او ډير زيات ژاړي۔
دا آيت مبارک د منافقينو په باره کښې نازل شو، د حضرت عبد اللہ بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه منقول دي: دا دُنيا ډيره لږه ده، دلته چې څومره غواړې وخانده۔۔۔!! کله چې اخِرت ته ورسيږې نو داسې به ژاړې چې څۀ حَد به يـې نۀ وي۔([1])
دوزخيان به ژاړي
د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اے خلقو۔۔۔!! ژاړئ ! که تاسو له ژړا نۀ درځي نو د ژړيدو کوشش کوئ۔۔۔!! بے شکه چې دوزخيان به ژړيږي۔ د دې پورې چې د هغوئي پۀ مخونو کښې کندې جوړې شي، اوښکې به يـې ختمې شي، سترګې به يـې زخمي شي، دا حالت به يـې وي چې که پۀ هٰغه (يعنې بهيدلو اوښکو) کښې کشتۍ پريښودے شي نو هغه به پۀ کښې هم روانه شي۔([2])