Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
کښې حاضره شوه او د زړۀ د سختۍ شکايت يـې اوکړو۔ حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ورته وفرمائيل: اَکْثِرِیْ مِنْ ذِکْرِ الْمَوْتِ يعنې مرګ ډير يادوه!
يو څو ورځې پس هٰغه زنانه بيا راغله او د حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها مننه يـې اوکړه (چې ما ستاسو پۀ ښودلے شوې نُسخه باندې عمل اوکړو نو د الله پاک فضل وشو، د مرګ ياد رنګ راوړو او د زړۀ سختي لرې شوه)۔ ([1])
معلومه شوه چې د مرګ د يادولو سره د زړۀ نه زنګ ډير پۀ تيزۍ سره لرې کيږي، ځکه مونږ له پکار دي چې وخت پۀ وخت مرګ يادوو۔
د مرګ د يادولو سره د غفلت انجام
حضرت سعيد بن جُبَير، ربيع بن ابو راشِد او ډير بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: که د يو ساعت د پاره هم د مرګ ياد د زړۀ نه لري شي نو زړۀ خرابيږي۔ ([2])
اَللہُ اَکْبَر! د مرګ ياد چې د لږ ساعت د پاره د زړۀ نه لرې شي نو زړۀ خرابيږي، مونږ ته خو هډو مرګ نۀ راديږي، که راياديږي هم نو کله نا کله هغه هم بس د لږ ساعت د پاره۔ آه! زمونږ د زړونو حالت به څۀ وي۔۔۔!!
عارضی آفتِ دُنیا سے تو ڈرتا ہے دِل
ہائے بے خوف عذابوں سے ہوا جاتا ہے([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د زړۀ نه د زنګ لرې کولو دريم او پۀ عملي توګه اثرناکه طريقه نيک صحبت دے * د الله پاک د نيکانو بندګانو سره د ناستې پاستې * د هغوئي