Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ښکلې دُعا واورئ! حضرت سالِم بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دُعا غوښتله: ([1])
اَللَّهُمَّ ارْزُقْنِي عَيْنَيْنِ هَطَّالَتَيْنِ تَبْكِيَانِ بِذُرُوفِ الدُّمُوعِ، وَتَشْفِيَانِـنِي مِنْ خَشْيَتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَكُونَ الدُّمُوعُ دَمًا۔
ترجمه: اے الله پاکه! ما ته وريدونکې سترګې راعطا کړې، داسې سترګې چې ډيرې اوښکې توئيوي، ستا د ويرې نه ما ته شِفا راعطا کړې، د دې نه مخکښې چې د اوښکو نه وينه جوړه شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقيناً چې دا دُعا مونږ ته د ښودلو د پاره ده۔ مونږ له هم پکار دي چې مونږ ژړيدونکې سترګې غواړو۔ د الله پاک نه سوال کوو چې اے الله پاکه! مونږ ته ژړيدونکې سترګې راعطا کړې۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن چې کله د ژړا او ژړيدو خبرې کولے شي، عاشقانِ رسول د الله پاک د ويرې نه، پۀ عشقِ رسول کښې ژړيږي او ژړول کوي نو بعضې خلق دا بد ګڼي، بعضې پۀ دې باندې اعتراضونه هم کوي۔ دا خبره ياده ساتئ چې د الله پاک د ويرې نه ژړل سُنَّت دي۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې کله دا آيت مبارک نازل شو:
اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَۙ(۵۹) وَ تَضْحَكُوْنَ وَ لَا تَبْكُوْنَۙ(۶۰) (پارہ:27، سورۀ نجم:59-60)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو آيا پۀ دې خبره تاسو حيرانيږئ؟۔ او خاندئ، او نۀ ژاړئ.