Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
هغوئي کور ودانې محترمې حضرت فاطمه بنت عبدُ الملک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها چې عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ژړا وليدو نو هغه هم پۀ ژړا شوه وروستو يـې نور کور والا هم پۀ ژړا شو، کله چې د ژړا سلسله ودريده نو عرض اوکړے شو: اے اَميرُ المُؤمِنِين! تاسو ولې ژړل؟ اوئې فرمائيل: ما ته د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضريدل راياد شوي وو د کومې نه پس چې به څوک جَنَّت ته ځي او څوک دوزخ ته، پۀ دې وئيلو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه چغه ووهله او بے هوشه شو۔ ([1]) * د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو غلام بيان دے: زۀ به د شپې د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضريدم، هغوئي به اکثر د الله پاک د ويرې نه ژړل ، يوه شپه هغوئي د معمول نه زيات وژړل۔ کله چې سحر شو نو ما عرض اوکړو: ستاسو نه دې زما مور او پلار قربان شي! نن شپه خو تاسو داسې وژړل چې د دې نه مخکښې چرته تاسو دومره نۀ دي ژړلي۔ اوئې فرمائيل: ما ته د الله پاک پۀ بارګاه کښې د ودريدو منظر راياد شوے وو۔ د دومره وئيلو نه پس هغوئي بے هوشه شو او ډير وخت پس پۀ هوش کښې راغلو، د هغې نه پس مې حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرې هم پۀ مُسکا اونۀ ليدلو۔ ([2])
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د الله والؤ شان څومره ځانګړے وو، د هغوئي سوچ څومره ښکلے وو، د دې د اوچتو مرتبو لرونکو چې به دوزخ راياد شو نو ډير به يـې ژړل، اوښکې به يـې توئيولې، ټوله ټوله شپه به يـې پۀ ژړا تيريدله۔ آه! يو مونږ يو، افسوس چې مونږ هډو ژاړو نۀ۔ کاش چې زمونږه هم ژړيدل نصيب شي۔