Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

پلار نوم مُنَوَّر ليکلے کيږي۔([1]) (يعنې هٰغه بنده د کوم زړۀ چې ذِکرُ الله روښانه کړے دے)۔

د رحمت وړومبے حقدار

حضرت فرقَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ کتابونو کښې ليدلي دي: د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکو ته زيرے واوروه، بے شکه کله چې رحمت نازليږي نو پۀ ژړيدونکي وړومبے نازليږي۔([2])

د غرونو نه زياتې وزن دارې اوښکې

حضرت هارُون بِن رِئَاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې الله پاک د ويرې له وجهې) د ژړيدو وزن ډير مثقالَ (يعنې د ډيرو ګرامونو) برابر دے۔ پۀ دې کښې که يو مثقال (یعنې يو څو ګرامه) که د ټولې دُنيا د غرونو سره وتللے شي نو د الله پاک د ويرې له وجهې د وتونکو اوښکو د يو مِثقال وزن به د ټولو غرونو نه زيات شي۔ بے شکه د الله پاک د ويرې نه وتونکې اوښکه د وور ډير سمندرونه وژني، کله چې بنده پۀ اِخلاص سره پۀ يو محفل يا اِجتماع کښې ژاړي نو د هغۀ د ژړا پۀ برکت ټولې اِجتماع والا بخښلے کيږي۔([3])

پۀ خواؤ شا خلقو باندې رحم

حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که انسان د الله پاک د ويرې پۀ وجه وژاړي نو د دې پۀ برکت د هغۀ پۀ خواؤ شاه خلقو هم رحم کولے شي، که هغه 20 زره ولې نۀ وي۔

نُور زياتوونکې نيکي

حضرت  عمر بن ذَر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې کله بنده د الله


 

 



[1]...موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الرقۃ و البکاء، جلد:3، صفحہ:172، حدیث:15۔

[2]...موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الرقۃ و البکاء، جلد:3، صفحہ:173، حدیث:18۔

[3]...موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الرقۃ و البکاء، جلد:3، صفحہ:174، حدیث:28۔