Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

دي * پۀ روايتونو کښې دي: حضرت آدم علَيهِمُ السَّلام د دريو سوو [300] کالو پورې پرله پسې اوښکې توئيولې * حضرت نُوح علَيهِمُ السَّلام د الله پاک نبي دے، هغوئي به د الله پاک د ويرې نه ډير ژړل، د دې پورې چې د هغوئي نُوم نُوح يعنې ډير ژړيدونکے شو * روايت دے: د حضرت نُوح علَيهِمُ السَّلام پۀ زمانه مبارکه کښې چې کله طوفان راغلو، هٰغه وخت د هغوئي ځوي کوم چې غير مسلمه وو، د هغوئي سره پۀ کشتۍ کښې نۀ کيناستو، غرق شو، پۀ دې باندې هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو:

رَبِّ اِنَّ ابْنِیْ مِنْ اَهْلِیْ (پارہ:12، سورۀ ہود:45)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما رَبه! زما ځوي خو هم زما د کور والو د کسانو نه دے۔

 دا هغوئي چې کوم عرض کړے وو، دا عرض کول يقيناً ګناه هم نۀ وه، خطا هم نۀ وه، د دې باوجود پۀ دې عرض کولو هغوئي پښيمانه شول، پۀ دې وجه هغوئي د 300 کالو پورې ژړل([1]) * حضرت داؤد علَيهِمُ السَّلام هم د الله پاک نبي دے، هغوئي به هم د الله پاک د ويرې نه ډير ژړل۔ د روايتونو مطابق د هغوئي د پاره به باقاعده منبر کيښودلے کيدو، خلق به د هغوئي پۀ خِدمت کښې راجمع کيدل، هغوئي به پۀ منبر باندې کيناستل او ښۀ ډير به يـې ژړل، دومره به يـې ژړل چې د خلقو زړونه به راډک شو، بعضې وخت خو به د دې اِجتماع نه ډيرې جنازې هم اوچتيدلې([2]) * حضرت يحیٰ علَيهِمُ السَّلام خو د الله پاک نه د ويريدو پۀ وجه ډير مشهور دے، پۀ روايتونو کښې دي: حضرت يحیٰ علَيهِمُ السَّلام به دومره ژړل چې پۀ مبارکو اننګو کښې به يـې کندې جوړې شوې، د هغوئي مور جانې به د هغوئي پۀ اننګو کښې پۀ جوړو شوو کندو کښې مالوچ ايښودل، هغوئي به بيا ژړيدلو او هٰغه مالوچ به لـمديدل، بيا به هغې مالوچ لرې کول او نچوړول، بيا به يـې پۀ هٰغه ځائے باندې مالوچ ايښودل([3]) * حضرت اِبراهيم علَيهِمُ السَّلام چې به کله د نـمونځ د پاره ودريدو نو د الله پاک


 

 



[1]... الزواجر، مقدمہ، جلد:1، صفحہ:35 بتغیر قلیل۔

[2]...احیاء العلوم، کتاب الخوف و الرجاء، بیان احوال الانبیا...الخ، جلد:4، صفحہ:222-223 ملخصاً۔

[3]...احیاء العلوم، کتاب الخوف و الرجاء، بیان احوال الانبیا...الخ، جلد:4، صفحہ:223-224ملخصاً۔