Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
د ويرې د وجهې نه به يـې سينه مبارکه د کټوۍ پشانتې خوټکيدله او د هغې اوازونه به د لرې لرې پورې اوريدلے کيدل۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک د ويرې نه ژړيدل، اوښکې توئيول، خو چې د اِخلاص سره وي، د ريا او خلقو ته د ښودلو د پاره نۀ وي دا هم باقاعده يوه نيکي ده او دومره عظيمه نيکي ده چې د دوزخ نه نجات ورکوي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:تر څو پورې چې پۍ تي ته واپس ننوتې نۀ وي تر هغې پوري به د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکے دوزخ ته نۀ ځي،۔([2]) يعنې لکه څنګه چې د تي نه وتلے شوي پۍ تي ته واپس کيدے نشي، هم داسې د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکے دے، هغه به هم هيڅکله دوزخ ته نۀ ځي۔
رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د کوم بنده د سترګو نه چې د الله پاک د ويرې له وجهې اوښکه ووځي، که د مچ د وزَر برابر ولې نۀ وي، الله پاک پۀ هغۀ باندې دوزخ حراموي۔
حضرت خالِد مَعدَان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بے شکه يوه اوښکه د دوزخ ډير سمندرونه وژني۔ که اوښکې پۀ اننګو راوبهيږي نو داسې مخ به دوزخ نۀ ويني۔ کوم بنده چې د الله پاک د ويرې نه ژاړي ، د هغۀ ټول اندامونه خشوع اِختياروي او د فرښتو پۀ نزد د هغۀ او د هغۀ د