Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

زړۀ صفا کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه بزرګانِ دِين به ژړيدل۔ نن چي مونږه څومره خاندو، د دې نه زيات به هغوئي ژړيدل۔ زمونږه حالت څۀ داسې دے که غواړو نو هم ژړا نۀ راځي۔ د دې لويه وجه د زړۀ سختي ده۔ که د الله پاک پۀ ويره او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق کښې د ژړيدو سعادت موندل غواړۍ نو دې د پاره به زړۀ پاک ساتل وي! د ګناهونو نه به لرې کيدل وي! زړۀ چې څومره نرم وي، د سترګو نه به اوښکې هم هٰغه همره ډيرې ځي۔

ځکه د زړۀ سختي لرې کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د ويرې نه به مو ژړيدل نصيب شي۔

د زړۀ سختۍ يو څو وجهې

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د زړۀ د سختيدو او د دې د زنګ نيولو ډيرې وجهې دي: مثلاً * فضول خبرې (يعنې بغير د ضرورت نه د ډيرو خبرو کولو) سره زړۀ سختيږي۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د ذِکرُ الله نه علاوه ډيرې خبرې مۀ کوئ! بے شکه ډيرې خبرې زړۀ سختوي۔ ([1]) * هُم دغه شان د ډيرې خندا سره زړۀ سختيږي، پۀ حديث شريف کښې دي: اِنَّ کَثْرَۃَ الضِّحْکِ تُمِیْتُ الْقَلْبَ بے شکه ډيره خندا زړۀ مړ کوي۔ ([2])  * دغه شان ډير خوراک، خاص طور د حرامو او د حلالو د پروا کولو نه بغير بس تش خوړل، زړۀ مړ کوي * او زړۀ ته د ټولو نه زيات نقصان رسوونکے څيز ګناه ده۔ که ګناه غټه وي او که وړه پۀ زړۀ باندې بد اثر کوي، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې اِرشاد فرمائي:

كَلَّا بَلْٚ- رَانَ عَلٰى قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ(۱۴) (پارہ:30، سورۀ مُطَفِّفِین:14)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې د هغوئي کړو اَعمالو د هغوئي پۀ زړونو زنګ خيژولے دے۔


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد،باب ما جاء فی حفظ اللسان، صفحہ:573، حدیث:2411۔

[2]... ابنِ ماجہ، کتاب الزہد، باب الحزن و البکاء، صفحہ:681، صفحہ:4193۔