Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
هغوئي چې کله دا جواب ورکولو (يعنې د پرونۍ ژړا وجه يـې بيانوله)، پۀ وئيلو کښې د هغوئي زړۀ بيا راډک شو او هغوئي بيا پۀ ژړا شو۔([1])
مرے اشک بہتے رہیں کاش ہر دم ترے خوف سے یاخدا یاالٰہی
تِرے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھر تھر رہوں کانپتا یاالٰہی([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
قَهقَهه [پۀ اوچت اواز سره خندا] د شيطان د طرف نه ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله والؤ پۀ دې ښکلې او ښائسته واقعه کښې ډير نصيحتونه موجود دي۔
وړومبے دا خبره ياده ساتئ چې * يو ده: مُسکا، چې اواز پيدا نۀ شي، دا سُنَّت ده۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډير زيات مُسکے کيدلو۔ يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما چې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله هم ليدلے نو هُم پۀ مُسکا مې ليدلے دے۔
جس کی تسکیں سے روتے ہوئے ہنس پڑیں اس تبسم کی عادَت پہ لاکھوں سلام
* دويم وي: ضِحک، يعنې دومره خندل چې د دې اواز خپل غوږونه واوري۔
* دريم وي: قَهقَه (پۀ اوچت اواز سره خندل)، يعنې پۀ دومره اواز کښې خندل چې نور خلق يـې هم واوري۔
قهقه اګر چې ګناه نۀ ده، البته پۀ اواز سره خندل نۀ دي پکار۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلْقَهْقَهَةُ مِنَ الشَّيْطَانِ يعنې پۀ اوچت اواز خندل د شيطان د طرف نه دي۔([3])