Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

افسوس چې نن سبا قهقه ډيره عامه ده، د هر طرف نه د قهقهې اوازونه راځي * که د دوستانو سره ناسته وي يا د وروڼو خوئيندو سره * که دُکان وي او که دفتر * د بس، ريل ګاډي سفر وي او که پۀ فون خبرې * هر طرف ته قهقهې کيږي * مخکښې به وو چې دوه کسان به کيناستل، پۀ خپل مينځ کښې به يـې خبرې کولې نو قهقه به يـې کوله، اوس خو چې يواځې اِنسان ناست وي، هغه هم د موبائل پۀ کتو، د ټوقو ټقالو پۀ ويډيوګانو د کتو، د ريلز پۀ کتو هم قهقهې کوي * حَد خو دا دے چې پۀ جوماتونو کښې هم بعضې وخت خلق د قهقهو نه نۀ منع کيږي۔ الله پاک دې معافي اوکړي، پۀ جومات کښې پۀ اوچت اواز سره خندل خو ډيره خطرناکه خبره ده۔

علمائے کرام فرمائي: پۀ جومات کښې د دُنيا جائزې خبرې کول نيکۍ خوري۔([1]) اندازه ولګوئ چې پۀ جومات کښې د دُنيا د جائزو خبرو کولو دا نقصان دے نو د قهقهې به څومره وبال وي۔۔۔؟ 

خطاؤں کو میری مِٹا یاالٰہی!                                                                                                               مجھے نیک خصلت بنا یاالٰہی!

تجھے واسطہ سارے نبیوں کا مولا                                                                                      مِری بخش دے ہر خطا یاالٰہی! ([2])

افسوس چې دلته کاميډي [يعنې ټوقې ټقالې] باقاعده يو فَن جوړ شوے دے، خلق کاميډي باقاعده زده کوي، پخپله خاندي او نور هم خندوي۔ ټِک ټاک (TikTok)، شارټس (Shorts) او رِیلز (Reels) وغیرہ حال دومره تباه کړے دے چې د ټوقو ټقالو د ويډيوګانو  (Funny Videos) او پۀ لطيفو کتلو کتلو اوس خو کيدے شي چې پۀ هر کور کښې يو، دوه باقاعده ټوقماران (Comedian) ميلاؤ شي۔  اللہ پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔


 

 



[1]... مرقاۃ المفاتیح، کتاب الصلاۃ، باب المساجد...الخ، جلد:2، صفحہ:418، زیرِ حدیث:743۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:100 ملتقطاً۔