Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

وړومبے پۀ خندا شو او بيا پۀ ژړا شو

حضرت زِيَاد عَنبري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بزرګ تير شوے دے، يو ځل هغوئي د خپلو ملګرو سره ناست وو، خبرې يـې کولې، پۀ دغه وخت څۀ خبره وشوه پۀ کومې چې هغوئي وخاندل، ورسره يـې پۀ خندا کښې اواز هم تيز شو۔

پۀ دغه خندا کښې پته نۀ لګي چې د هغوئي پۀ ذِهن کښې څۀ خيال راغلو، فوراً يـې خندا بس کړه او اوئې وئيل: اَستَغفِرُ الله! هُم د دې سره د هغوئي زړۀ راډک شو، هغوئي ښۀ ډير وژړل۔ دومره يـې وژړل چې هلته کښې پۀ موجودو دوستانو او خپلوانو کښې د هيڅ وئيلو همت نۀ وو۔

دا ورځ تيره شوه، پۀ بله ورځ چې ورسره د دوستانو بيا ملاقات وشو نو يو صاحب عرض اوکړو: عالي جاه۔۔۔!! پۀ خندا خندا کښې چا له دومره ناڅاپه بالکل يو دم ژړا هم ورځي او انسان دومره ډير ژاړي، داسې مونږ پرون پۀ وړومبي ځل وليدل۔

ظاهره ده چې کله اِنسان خندا کوي، هٰغه وخت پۀ زړۀ کښې د خوشحالۍ نه ډکې جذبې وي، هٰغه جذبې يو دم پۀ غم کښې څنګه بدليدے شي؟ د دوستانو پۀ پوښتنه چې حضرت زِيَاد عَنبَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم جواب ورکړو، د ژړا کومه وجه چې يـې وښودله، د زړۀ پۀ غوږونو يـې واورئ! اوئې فرمائيل: کله چې ما خندل، هٰغه وخت ما ته زما يوه ګناه راياده شوه، زۀ واقعي چې خوشحاله ووم خو څنګه چې ګناه راياده شوه نو د هغې پۀ انجام او سزا مې چې سوچ اوکړو نو پۀ زړۀ کښې مې غم پيدا شو او ما له ژړا راغله۔