Ronay Wali Ankhain Mango

Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango

نو اصحابِ صُفَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دومره وژړل چې د هغوئي مبارک مخونه (يعنې پاک اننګي) پۀ اوښکو لامدۀ شو۔ هغوئي چې يـې پۀ ژړا وليدل نو رحمتِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ ژړا شو۔ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بهيدونکې اوښکې چې يـې وليدلې نو هٰغه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نور هم ډير پۀ ژړا شو۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد وفرمائيلو: هٰغه کَس به دوزخ ته نۀ داخليږي چاچې د الله پاک د ويرې نه ژړلي وي۔([1])

اللہ! کیا جہنَّم اب بھی نہ سرد ہو گا؟                                                                           رو رو کے مصطَفٰے نے دریا بہا دیئے ہیں([2])

وضاحت: پۀ دې شعر کښې اعلیٰ حضرت، مولانا شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غفار الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض کوي: يا الله پاکه! آيا د دوزخ وور به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامانو پۀ حق کښې اوس هم نۀ يخيږي! زما خوږه پروردګاره! ستا خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمت د بخښنې د پاره پۀ دعاګانو کولو دومره ژړلي دي ګويا پۀ ژړيدو ژړيدو يـې دريابونه بهيولي دي۔

خدائے غفّا ر بخش دے اب تو لاجِ محبوب رکھ ہی لے اب

ہمارا غمخوار فکرِ اُمّت میں دیکھ آنسو بہارہا ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                           صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

ټوله شپه يـې ژړل

د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما وليدل چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل د يوې ونې لاندې ودريدو او ټوله شپه يـې نـمونځ کولو، ژړل يـې، د دې پورې چې سحر شو۔([3])


 

 



[1]...شعب الایمان، باب فی الخوف من اللہ تعالیٰ، جلد:1، صفحہ:489، حدیث:798۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:102۔

[3]... سبل الہدیٰ، جماع ابواب صفاتہ...الخ، الباب الخامس عشر...الخ، جلد:7، صفحہ:72۔