Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
اِيمان تازده کيږي، دا يوه نيکي * د دُرُودِ پاک پۀ برکت سره پۀ رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې يقين زياتيږي، دا دويمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک لوستلو کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم دے، دا دريمه نيکي * د دُرُودِ پاک د لوستلو سره پۀ اخرت باندې ايمان پخيږي، دا څلورمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِحسانونو ذِکر دے، دا پينځمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک کښې د نيکانو د سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر دے او د نيکانو پۀ ذِکر باندې رحمتونه رانازليږي، دا شپږمه نيکي ده۔ ([1])
دغه شان نورې ډيرې نيکۍ دي کومې چې د يو دُرُودِ پاک پۀ ضمن کښې راځي۔ لهذا مونږ له پکار دي چې پۀ زړۀ کښې د اِيمان زياتولو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عشق زياتولو او د الله پاک د رحمتونو د حقدار جوړيدو د پاره ښۀ ډير دُرُودِ پاک لولو۔
نبی کی شان میں ہو جس قدر دُرُود پڑھو! مُحِبَّو! پاؤ گے جنّت میں گھر دُرُود پڑھو!
جو اپنے کاموں کا انجام نیک چاہتے ہو ہر ایک کام میں تم پیش تر دُرُود پڑھو!
ہزار دَرد کو یہ ایک دَوا کفایت ہے جو پیش آئے ذرا بھی خطر دُرُود پڑھو!([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔