Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعې [يعنې د جُمعې د شپې] دُرُود
بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعنې د جُمعې او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر ته د خپل رَحمت نه په ډكو لاسونو باندې كوزوي.([1]) راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:
اَللّٰـھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ
الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ
(2) ټول ګناهونه مُعاف
د حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو د كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
(3) د رَحمت اويا دروازې: