Book Name:Ronay Wali Ankhain Mango
وګورئ چې د الله والؤ انداز څومره ځانګړے وو۔ هغوئي د دوستانو خپلوانو سره ناست وو، د الله والؤ محفل د فضول ګپونو محفل نۀ وي، هلته باقاعده ټوقې ټقالې (Comedy) نۀ کيدې، داسې پۀ خبرو خبرو کښې د خندا څۀ خبره وشوه، د کومې پۀ اوريدو چې هغوئي وخندل، د خُلې نه يـې اواز ووتلو، لا يـې پوره خندلي هم نۀ وو چې فوراً يـې پۀ زړۀ باندې د الله پاک ويره غالبه شوه، هغوئي فوراً اِستِغفار اوکړو او د الله پاک پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ پۀ سوچ کولو پۀ ژړا شو۔
افسوس چې مونږ ته خو هډو ګناهونه راياديږي نۀ۔ هر وخت بس ګپونه دي، ټوقې ټقالې دي، پۀ کړس خنداګانې دي، ګډ وډ حرکتونه دي، د فَن (Fun)، ټوقو، مزو (Enjoy) پۀ نوم بس پۀ خندا خوشحالۍ د ژوند شپې ورځې تيريږي * ګناهونه خو راته هډو راياديږي نۀ * مونږ به مړه کيږو هم * قبر ته به هم کوزيږو * د قيامت پۀ ورځ به د خپل مالِک او مولیٰ پۀ حُضُور کښې حاضريږو هم * آه! پۀ قبر کښې به ډيره تيارۀ وي * آه! هلته به زړۀ بوږنوونکې تنهائي او وحشت وي * آه! د قيامت هٰغه وحشت ناکه ورځ۔۔۔!! هٰغه 50 زره کاله اوږده ورځ، کله چې به نمر وور وروي * د اوسپنې زمکه به ډيره ګرمه وي * د ډيرې ګرمۍ پۀ وجه به زړۀ خُلې له راځي * خلق به هُم پۀ خپلو خولو کښې لامبو وهي * د هر يو عمل حِساب به اخستے کيږي * آه! هٰغه پل صِراط۔۔۔!! د ويښتۀ نۀ نرے، د تورې نه تيرۀ، پۀ تکه توره تيارۀ کښې خطرناک پل، پته نۀ لګي چې پۀ دې باندې به د اوختو سره جَنَّت ته هم داخل شو که نه د دوزخ ژورې کندې ته به غورځيږو۔
دا ټولې وحشت ناکې معاملې زمونږه مخې ته دي، بس د ساه ودريدل دي، د دې دُنيا سره به زمونږه تعلق ختم شي، د اخرت د وحشت ناکو معاملاتو سره به مونږه مخ شو۔ دا هم ممکن دي چې نن زمونږ اخرۍ شپه وي، کيدے شي چې مونږ د سحر نمر هم اونۀ وينو، مرګ بالکل زمونږ پۀ سر ولاړ دے۔ خو بس مونږ يو چې پۀ غفلت کښې ورځې