ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

شي؟ آيا بنده هم د بندګانو حاجتونه پوره کولے شي؟

ډيره اهمه مسئله ده او د دې جواب ډير اسان دے۔ وګورئ چې رازِق (رِزق ورکولو والا) څوک دے؟ الله پاک۔ ماښام کور ته ګټه څوک راوړي؟ بابا جان۔ څنګه عجيبه خبره ده۔۔۔؟ پۀ کور کښې پينځه شپږ واړه واړه ماشومان دي، بوډاګان مور او پلار هم دي، د دې ټولو رازق الله پاک دے، ټولو ته هغه رزق عطا کوي خو ورکوي يـې د بابا جان پۀ لاس باندې۔

معلومه شوه چې الله پاک د دُنيا نظام هم داسې ساتلے دے، پۀ دې دُنيا کښې چې چا ته هم څۀ ميلاؤيږي، که هغه پۀ دُکان کښې پۀ کيناستو ميلاؤيږي، پۀ کارخانو چلولو ميلاؤيږي، پۀ مزدورۍ کولو ميلاؤيږي، ميلاؤيږي د بندګانو پۀ لاس باندې خو ورکوي يـې الله پاک۔ دغه شان ورکوي يـې الله پاک خو کله د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فيضان پۀ نظر ميلاؤ شي، کله د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ذريعه ميلاؤ شي۔ عطا د الله پاک ده خو ميلاؤيږي د وليانو د دربارونو نه۔

د الله پاک بنده د ځوي ورکولو د پاره راغلو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خو ما پۀ يو عقلي دليل د پوهه کولو کوشش وکړو، راځئ چې اوس درته آيت مبارک هم عرض کړم۔ پۀ 16 سيپاره، سورۀ مريم کښې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د مور جانې حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها واقعه ذِکر شوې ده، کله چې حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها تنهايۍ ته تشريف يوړلو، هلته يـې د يو نُوراني شکل والا ځوان  وليدو، هغه ډيره حيا داره وه، پۀ خپله کمره کښې چې يـې داسې ځوان وليدو نو اوئې وئيل:

قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ

(پارہ:16، سورۀ مریم:18)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ستا نه د رحمان پناه غواړم۔

هٰغه ځوان څوک انسان نۀ وو بلکې پۀ انساني شکل کښې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام وو،