Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
چې هغه د خپلو بندګانو پۀ ذريعه کوي۔
د يو سندر غاړي اِيمان تازه کوونکې توبه
يو ځل حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائيلو، پۀ بيان کښې هغوئي ناڅاپه خاموشه شو او اوئې فرمائيل: چې که 100 اشرفۍ پيش کړے شي نو مخکښې به بيان کووم۔ پۀ دومره اوريدو يو، دوه نۀ بلکې 40 کسان د 100، 100 اشرفو سره حاضر شول، هغوئي د يو خوش قِسمته نه اشرفۍ قبولې کړې او خپل خادم ابو رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له يـې ورکړې او اوئې فرمائيل: فلانکۍ هديرې ته لاړ شه! هلته به يو بوډا کَس وي کوم چې به عُود (يعنې د موسيقۍ يوه آله مثلاً رباب ) غږوي، هغه له دا اشرفۍ ورکړه او هغه د خپل ځان سره زمونږ خوا له راوله۔ خادم فوراً پۀ حکم باندې عمل وکړو، کله چې هغه هديرې ته ورسيدو نو هلته يو بوډا کَس موجود وو، رباب يـې غږولو، خادم بوډا کَس ته سلام وکړو او اوئې وئيل: حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ستا د پاره 100 اشرفۍ راليږلې دي، دا يـې چې څنګ واوريدل نو هٰغه بوډا کَس يوچغه ووهله او پۀ زمکه باندې راپريوتو او بے هوشه شو۔ کله چې پۀ هوش کښې راغلو نو خادم ورته ووئيل: حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تاسو ته غواړي ۔ نو هٰغه بوډا کَس فوراً د هغوئي سره روان شو، کله چې دا دواړه حضرات د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر شول نو هغوئي وفرمائيل: دا بوډا منبر ته راوله! هغه پۀ منبر کښينولے شو، بيا غوثِ پاک وفرمائيل: خپله واقعه بيان کړه! هٰغه بوډا عرض اوکړو: زۀ پۀ ځوانۍ کښې ډير ښۀ سندر غاړے ووم، اواز مې ډير خوږ وو، خلقو به ډير پۀ شوق سره زۀ اوريدم، ژوند مې ډير ښۀ تيريدو، بيا زۀ بوډا شوم، اواز مې د مخکښې پۀ شان پاتې نۀ شو، بس پۀ دې وجه زما پۀ مشهورتيا زوال راغلو، خلقو زما نه مخ واړولو، زۀ به يـې نۀ اوريدم، پۀ دې غم کښې ما يوه ورځ سوچ وکړو چې ژوندي خلق که زما سندره نۀ اوري نو نۀ دې يـې اوري، زۀ به مړو ته سندرې وايم، پۀ دې سوچ زۀ هديرې ته لاړم،