Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
ټولې د ځانه جوړے کړے شوې قيصې دي، هغه هيڅکله هم مۀ لولئ۔ دغه شان يو پمفلټ پۀ نوم د ” وصيت نامه“ خلق تقسيموي پۀ کوم کښې چې د يو ”شيخ احمد“ خوب درج دے دا هم جعلي (يعنې نقلي) دے د دې لاندې پۀ خاص شميره کښې د چاپ کولو او تقسيمولو فضيلت او د نۀ تقسيمولو نقصانونه وغيره ليکلے شوي دي پۀ دې هم باور مۀ کوئ۔ (13): د ښو ښو نيتونو سره د خوراک کولو نه مخکښې که ايصالِ ثواب کړئ يا يـې د خوراک نه پس، دواړه صحيح دي۔ (14): جومات يا مدرسه جوړول صَدَقۀ جارِيَّه او د ايصالِ ثواب بهترينه ذريعه ده۔ (15): ايصالِ ثواب صرف د مسلمان د پاره کولے شئ۔ کافِر يا مُرتَد ته ايصالِ ثواب کول يا هغۀ ته ”مرحوم“، جنَّتي، خُلد آشياں، سَوَرګ باسي وئيل کُفر دے۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښېلوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
)1( د شَبِ جُمعې [يعنې د جُمعې د شپې] دُرُود
بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعنې د جُمعې او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر ته د خپل رَحمت نه په ډكو لاسونو باندې