Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
خوراک کوو (يا مو اوکړو) د هغې ثواب دې سرکارِ غوثِ اعظم او ټولو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته اورسي، * د شپې نيت اوکړئ: اوس چې څۀ خورو د هغې ثواب دې اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ټولو مسلمانانو نارينوو او زنانؤ ته اورسي يا دې پۀ هر ځل ټولو ته ايصالِ ثواب کړے شي او دا زيات مناسب دي۔ ياد ساتئ! ايصالِ ثواب به صرف پۀ هٰغه حالت کښې کيدے شي کله چې هغه خوراک پۀ څۀ ښۀ نيت سره وخوړلے شي مثلاً پۀ عبادت باندې د توان حاصلولو پۀ نيت سره وخوړلے شو نو دا خوراک د ثواب کار شو او د دې ايصالِ ثواب کيدے شي۔ که يو ښۀ نيت هم پکښي نه وي نو خوراک کول مُباح دے چې پۀ دې نۀ ثواب شته او نۀ ګناه، نو چې ثواب هم ميلاو نۀ شو نو ايصالِ ثواب به څنګ اوشي! البته که پۀ نورو د ثواب پۀ نيت وخوړے شو نو د هغې خوراک ايصال کيدے شي۔ (8): که کيدے شي نو هره ورځ (پۀ نفع باندې نه بلکې) د خپل خرڅ پۀ څلور سوه روپو کښې يوه روپئ او نوکري کوونکي دې پۀ تنخوا کښې د مياشتې کم نه کم يو فيصد د سرکارِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نياز د پاره اوباسي، د ايصالِ ثواب پۀ نيت سره پۀ دې رقم ديني کتابونه تقسيموئ يا يـې پۀ څۀ قِسمه نيک کار کښې لګوئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې برکتونه به پخپله ووينۍ۔ (9): د مړي * دريمه * لسمه * څلويښتي * او کال کول ډير ښۀ کارونه دي ولې چې دا هُم د ايصالِ ثواب ذريعې دي۔ (10): د دريمې خوراک عموماً د دعوت شکل کښې وي ځکه د مالدارو خلقو د پاره جائز نۀ دے صرف غريبانان او مسکينان دې يـې خوري، د دريو ورځو نه پس هُم د مړي د خيرات نه مالدارو (يعنې څوک چې غريبانان نۀ وي هغوئي) له ډډه کول پکار دي۔ (11): د يوې ورځې ماشوم پسې هم ايصال ثواب کولے شۍ، د هغه د پاره پۀ دريمه وغيره کولو کښې هم څۀ باک نشته۔ او کوم چې ژوندي دي د هغوئي د پاره هم ايصالِ ثواب کيدے شي۔ (12): داستانِ عجيب، شهزادے کا سر، دس بيبيوں کی کہانی او د جناب سيِّده قيصې وغيره