ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِيصالِ ثواب د پاره غلامان ازادول۔ ([1]) * حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلې مور بي بي د وفات نه پس د هغې د اِيصالِ ثواب د پاره د اوبو کوهے وکنستو۔ ([2])

 اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي: (1): د ايصالِ ثواب لفظي معنٰی دہ: ”ثواب رَسَوَل“ دې ته ”ثواب بخښل“ هم وئيلے شي خو د بزرګانو د پاره ”ثواب بخښل“ وئيل مناسب نه دي، ”ثواب نذرانه کول“ وئيل ادب ته ډير نزدې دي۔ (2): د * فرض * واجب * سُنَّت * نفل * نـمونځ * روژې * زکوٰة * حج * تلاوت * نعت شريف * ذِکرُ الله * دُرُود شريف * بيان * دَرس * مَدَني قافله کښې سفر * علاقائي دورې * د ديني کتاب لوستل * د نيکۍ دعوت وغيره د هر نيک کار ايصالِ ثواب کولے شې۔ (3): انبيائے کرامو او مُرسلين علَيهِمُ السَّلام او مسلمانانو پيريانو ته هم ايصالِ ثواب کيدے شې۔ (4): د يولسمې شريف او رَجَب شريف (يعنې پۀ پينځلسم رجب شريف امام جعفرِ صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د ثواب نذر کولو د پاره کونډې ډَکول) وغيره جائز دي۔ (5): د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د فاتحه خوړلو ته تعظيماً ” نذر و نياز“ وئيلے کيږي او دا جائز دے، دا مالداران او غريبانان ټول خوړلے شي۔ (6): د نياز او ايصالِ ثواب پۀ خوراک باندې د فاتِحه لوستلو د پاره څوک راغوښتل يا د بهر پۀ ميلمه باندې خوراک کول شرط نه دے، د کور خلق که پخپله هُم فاتحه اولولي او اوئې خوري بيا پکښې هم څۀ باک نشته۔ (7): روزانه چې څومره هم خوراک حسبِ حال د ښو ښو نيتونو سره کوئ، پۀ هغې کښې که د يو بزرګ د ايصالِ ثواب نيت اوکړئ نو ښه ده۔ مثلاً * پۀ ناشته کښې نيت اوکړئ چې د ننۍ ناشتې ثواب دې د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي پۀ ذريعه ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته اورسي۔ * د غرمې نيت اوکړئ: اوس چې کوم


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الجنائز، باب ما یتبع المیت بعد موتہ، جلد:3، صفحہ:262، حدیث:12۔

[2]... ابو داود، کتاب الزکاۃ، باب فی فضل سقی الماء، صفحہ:274، حدیث:1681 مختصراً۔