Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د ټولو نه زيات د الله پاک معرفت لرونکے دے * هٰغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د ټولو نه زيات د توحيد تبليغ کوونکے دے * هٰغه هادي او راهنما صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له تعليم راکوي چې که تاسو پۀ داسې ځائے کښې يئ، چرته چې پۀ ظاهره څوک مددګار پۀ نظر نۀ راځي، پۀ داسې ځائے کښې که چرې مدد غوښتل غواړۍ نو چا ته اواز وکړئ! د الله پاک بندګانو ته۔۔۔!
غور وکړئ چې آيا محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته (مَعَاذَ الله!) دا نۀ وه معلومه چې الله پاک مددګار دے نو د هغۀ نه دې مدد وغوښتے شي، هُم هغوئي خو مونږ ته د الله پاک نه مدد غوښتل ښودلي دي، يعنې کوم خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې مونږ ته د الله پاک نه مدد غوښتل ښودلي دي، هم هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له ترغيب راکوي چې د الله پاک د بندګانو نه مدد غواړئ! بندګان هم هٰغه کوم چي پۀ ظاهره پۀ نظر نۀ راځي، د سترګو نه غائب دي،لهذا چې د چا پۀ تعليم باندې د الله پاک نه غوښتل کيږي نو هم د هغوئي پۀ ترغيب باندې مونږ د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم نه هم مدد غواړو۔
د وَليانو مدد هُم د الله پاک مدد دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته دا هم ياد ساتئ چې د وَليانو مدد پۀ اصل کښې د غيرُ الله مدد نۀ دے، دا هُم د الله پاک مدد دے کوم چې د وليانو پۀ ذريعه ميلاويږي۔ لکه څنګه چې الله پاک رَزَّاق دے، هم هغه رزق ورکوي خو هر يو ته د رزق رسولو ذريعې مختلفې دي * چا ته د دُکان پۀ ذريعه ميلاؤيږي * څوک نوکري کوي او رزق حاصلوي* څوک خپل کاروبار کوي * چا ته د سيټھ پۀ لاس ميلاؤيږي * چا له يـې حکومت ورکوي * څوک يـې د ګاهک نه وصولوي، رَزَّاق خو الله پاک دے، ورکوي يـې هم هغه خو پۀ دې ذريعو سره يـې عطا کوي، هم داسې مدد هُم د الله پاک مدد دے، هغه مدد فرمائي خو د هغۀ د مدد ذريعې مختلفې دي، چا ته د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ذريعه د الله