Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
ناڅاپه پۀ ديوال پريوتو، هلته ليکلے شوي وو: یَا شَیخُ عَبْدُالْقَادِر جِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! يعنې اے شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! د الله پاک پۀ وسيله ما ته څۀ راعطا کړئ! دا يـې چې وليدل نو هغه غصه شو، هغۀ د خفګان پۀ انداز کښې د خپلو وسوسو اظهار شروع کړو۔ مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل ولي وو او اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم صاحبِ قَال نۀ بلکې صاحبِ حال وي يعنې دوئي پۀ وئيلو کم پوهه کول کوي، زياتره پۀ ښودلو پوهه کول کوي۔ هغوئي د هغۀ پۀ قهريدلې لـهجه باندې د صبر او برداشت نه کار واخستو، بيا چې کله هٰغه کَس تللو نو هغوئي هم تر دروازې پورې د هغۀ سره لاړو، کله چې دروازې ته نزدې شو نو هغوئي پۀ تيز اواز ووئيل: یَا شَیْخُ عَبْدُ القَادِرِجِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! اے شيخ عبد القادِر جيلاني! د الله پاک پۀ وسيله څۀ راعطا کړئ! بس دومره وئيل وو چې يو ډير ښائسته، ښکلے او صاحبِ جلال بزرګ ظاهر شو، د هغوئي جلال او رُعب او دبدبه چې يـې وليدله نو هٰغه په وسوسو کښې اخته کس پۀ رپيدو شو، د هغوئي د حُسن تاب يـې را نۀ وړے شو، مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: مولوي صاحبه! هم دا خو شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، کوم ته چې مونږ د مدد د پاره اواز کوو، دا مړ نۀ دے بلکې د الله پاک پۀ عطا سره ژوندے دے، ځکه مونږ دوئي ته اواز کوو۔ دا ټول منظر چې يـې وليدو نو د هٰغه کَس وسوسې ختمې شوې او هغۀ توبه کړه او د ښې عقيدې والا، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم عاشق جوړ شو۔ ([1])
شَیْئًا لِلّٰہِ یَا عَبْدَالقَادِرِ یَا ساکِنَ بَغْدَادِ یَا شَیْخَ الْجِیْلَانِیْ
کرم چاہئے تیرا، تیرے خُدا کا کرم غوثِ اعظم، کرم غوثِ اعظم
خدارا ذرا ہاتھ سینے پہ رکھ دو ابھی مٹتے ہیں غم، اَلَم غوثِ اعظم
خبر لو ہماری کہ ہم ہیں تمہارے کرو ہم پہ فضل و کرم غوثِ اعظم