ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَ هٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَؕ-وَ مَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا(۲۰)

(پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل:20)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ ستا د رَبّ پۀ عطا سره د دوئي (يعنې د دُنيا د طلبګارو) او د هغوئي (يعنې د اخرت د طلبګارو) ټولو مدد کوو۔ او ستا د رب په ورکړه هيڅ بنديز نشته.

 سپوږمۍ ته ختلو والؤ ته هم طاقت الله پاک ورکړے وو او الله والؤ ته پۀ وريځو باندې حکومت کول هم الله پاک عطا کړي دي۔

مهيان سلام کوي

يوه ورځ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته تشريف يوړلو، چرته لاړو، دا چا ته هم معلوم نۀ وو۔ د بغداد والؤ چې کله نوراني مخ اونۀ ليدو نو نا قراره شو۔ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يـې لټولو خو چرته پۀ نظر نۀ راتللو۔

بيا ناڅاپۀ د چا نظر شو چې غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دَجله درياب طرف  ته دے، بغداد والا د دجله درياب سره نزدې راجمع شول، څۀ ګوري چې حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د درياب د اوبو د پاسه راروان دے او شان يـې دا دے چې د درياب مهيان راوځي او د هغوئي ښپې مبارکې ښکلوي او سلامونه عرض کوي۔ پۀ دې کښې د ماسپښين د نـمونځ وخت شو، غيبي يوه مصلّٰى راغله او په هوا کښې اوغوړیدله، هغوئي رَحْمَۃُ اللہِ عَلَیْہ په هغه مصلّٰى باندې نمونځ ادا کړو، بيا يـې داسې دُعا اوکړه:

اَللّٰہُمَّ اِنِّیْ اَسْاَلُکَ بِحَقِّ جَدِّیْ مُحَمَّدٍ حَبِیْبِکَ وَ خَیْرَتِکَ مِنْ خَلْقِکَ وَ آبَائِیْ اِنَّکَ لَا تَقْبِضْ رُوْحَ مُرِیْدٍ اَوْ مُرِیْدَۃٍ لَا ذُوْا بِیْ اِلَّا عَلٰی تَوْبَۃٍ

ترجمه: اے الله پاکه! زه تا نه ستا د حبيب او ستا په مخلوق کښې د ټولو نه زيات خوښ، د خپل نيکه، حضرت محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله دعا غواړم چې اے زما