ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

الله پاک وَليان مددګار جوړ کړي دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مدد د پاره د الله والؤ ته اواز کول او د هغوئي له طرفه مدد کيدل د قرآنِ کريم نه ثابت دي۔ الله پاک فرمائي:

اِنَّمَا وَلِیُّكُمُ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ رٰكِعُوْنَ(۵۵)

(پارہ:6، سورۀ مائدہ:55)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستاسو دوستان صرف الله او د هغۀ رسول او ايمان والا دي کوم چې نـمونځ قائموي او زکوٰة ورکوي او د الله پۀ حضور کښې ښکته شوي دي۔

يعنې الله پاک هم ستاسو مددګار دے، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم مددګار دے او د الله پاک پۀ عطا سره، د هغۀ پۀ توفيق سره، د هغۀ پۀ ورکړے شوي طاقت سره نيک سيرته کامِل مسلمانان هم ستاسو مددګار دي۔

معلومه شوه چې صرف الله پاک مددګار منل او د دې نه علاوه هر مدد شِرک او بدعت ګرځول، بالکل 100 فيصده غلطه خبره ده۔ الله پاک مونږ ته صفا صفا فرمائي چې الله پاک هم ستاسو مددګار دے، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ستاسو مددګار دے او ټول متقيان مسلمانان هم ستاسو مددګار دي۔

کہا جس نے  یَاغَوْث اَغِثْنِی تو دَم میں                                      ہر آئی مصیبت ٹلی غوثِ اعظم!([1])

يا شيخ عبد القادِر جيلاني! شَیئًا لِلّٰہ!

مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ولي کامِل تير شوے دے۔ يوه ورځ يو کَس د هغوئي سره د ملاقات د پاره حاضر شو، دا راغلے کَس د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ باره کښې د وسوسو ښکار وو، کله چې دا د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو نو د هغوئي تقویٰ، پرهيزګاري، پۀ سُنَّتو باندې عمل وغيره چې يـې وليدو نو ډير متاثر شو، بيا د هغه نظر


 

 



[1]... سامانِ بخشش، صفحہ:119۔