ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

علمانو سره روژه ماتے وکړو۔ بيا چې کله هٰغه 70 مريدان راجمع شو، ټولو يو بل ته ووئيل چې بخت مې رابيدار شو، ماښام حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما کور ته تشريف راوړوے وو، زمونږ سره يـې روژه ماتے وکړو۔ دويم ووئيل: زما کور ته يـې تشريف راوړے وو، دريم ووئيل: زما کور ته يـې تشريف راوړے، څلورم ووئيل: زما کور ته يـې تشريف راوړےوو۔

عجيبه معامله شوې وه، ټول حيران وو چې اخر څۀ قيصه ده؟ مدرسې ته لاړل، د طالبِ علمانو سره يـې خبرې وشوې، هغوئي ووئيل: دا تاسو څۀ وايۍ۔۔۔؟ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو هډو چرته هم تشريف نۀ وو وړے، هُم پۀ مدرسه کښې وو او زمونږ سره يـې روژه ماتے وکړو۔ معامله ګرانه شوه۔ دا ټول حال يـې چې وليدو نو يو خادم پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: حُضُور۔۔۔!! پۀ معامله نۀ پوهيږم، تاسو خو پۀ مدرسه کښې زمونږ سره وۍ، هډو چرته تلي نۀ وۍ، بيا د ټولو مُريدانو کور ته هُم پۀ يو وخت تلل څنګه وشو۔۔۔؟ اوئې فرمائيل: هغوئي ټول رښتيا وائي۔ ما د ټولو دعوت قبول کړے وو، د ټولو کور ته لاړم او روژه ماتے مې ورسره وکړو۔([1])

گئے اک وقت میں ستّر مریدوں کے یہاں آقا

سمجھ میں آ نہیں سکتا مُعَمّا غوثِ اعظم کا([2])

نمر سجده کوي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو کَس هُم پۀ يو وخت کښې پۀ 71 ځايونو کښې څنګه موجود کيدے شي۔۔۔؟ خبره ذِهن ته نۀ پريوځي۔۔۔؟ کرامت هم دې ته وئيلے شي چې ذِهن يـې نۀ اخلي۔

زۀ تاسو ته يو حديثِ پاک بيانووم، دا حديثِ پاک پۀ بُخاري شريف کښې موجود


 

 



[1]...تفریح الخاطر، المنقبۃ التاسعۃ و الثلاثون...الخ، صفحہ:48بتصرف۔

[2]...قبالۂ بخشش، صفحہ:94۔