ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اوسني وخت عظيم عالم او روحاني شخصيت بلکې کامِل ولي دے، هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د ماسخوتن د نـمونځ نه پس مَدَني مذاکره فرمائي، يعنې د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د هغوئي نه د تفسير، حديث، شريعت، طريقت وغيره پۀ مختلفو موضوعاتو باندې پوښتنې کوي، اميرِ اهلِسُنَّت د هغوئي د پوښتنو جوابونه ورکوي۔

مَدَني مذاکره د عقيدو او د اعمالو د اِصلاح بهترينه ذريعه ده: * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې ډيرو غيرو مسلمو پۀ مَدَني مذاکره کتلو سره کلمه وئيلې ده * ډير بے نـمانځه نـمونځ ګزاره شوي دي * د ډيرو زړونو اِصلاح شوې ده۔ تاسو هم پۀ مَدَني مذاکره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * عِلمِ دِين به مو نصيب کيږي * د الله پاک محبت به مو نصيب کيږي * عشقِ رسول به مو زياتيږي * د ګناهونو نه به مو نفرت نصيب کيږي * د نيکۍ جذبه به ميلاؤيږي او * اخلاق او کردار به مو هم ښۀ کيږي۔

راځئ چې پۀ مَدَني مذاکره کښې د شرکت کولو د فائدو يو مَدَني سپرلے واورو:

د ماډرن ځلمي توبه  

د يو اِسلامي ورور د ليکلو خلاصه ده چې د دعوتِ اِسلامي ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو ډک ژوند تيرولو۔ يو ځل يو اِسلامي ورور د دعوتِ اِسلامي لاندې پۀ اخرۍ عشره کښې د اجتماعي اعتکاف پوره ترغيب راکړو، هم دغه شان د الله پاک پۀ فضل او کرم سره زما د اعتکاف سعادت نصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړۀ راښکونکي بيانونه، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارې راباندې ډيرې ښې ولګيدې، د کرم د پاسه کرم دا وو چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او  د ژړا نه ډکو دُعاګانو د زړۀ نه د ګناهونو زنګ صفا کړو۔ زما د ګناهونو پۀ تيارۀ ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا خوره شوه۔ ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې