ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

هغوئي خپل مددګار ګڼل هيڅکله بد نۀ دي بلکې دا ښۀ عمل او د ډيرو مشکلاتو بهترين حل دے۔ پۀ بـَهجَةُ الاَسرَار شريف کښې دي: حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې پۀ مصيبت کښې ماته فرياد اوکړو، هغه مصيبت لاړے، چا چې پۀ کومه سخته کښې زما پۀ نوم اواز اوکړو هٰغه سخته لرې شوه، څوک چې زما پۀ وسيله باندې د الله پاک پۀ بارګاه کښې خپل حاجت وړاندې کړي، هٰغه حاجت به پوره کيږي، څوک چې دوه رکعته نفل اوکړي او پۀ هر رکعت کښې د سورۀ فاتحه نه پس قُل هُوَ الله شريف (يعنې پوره سورۀ اِخلاص) 11، 11 کرته ولولي، د سلام ګرځولو نه پس پۀ سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې پۀ تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف ولولي، بيا د بغداد شريف طرف ته 11 قدمه راشي او زما نوم واخلي او خپل حاجت بيان کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي حاجت به پوره کيږي۔ ([1])

آپ جیسا پیر ہوتے کیا غَرَض  دَر دَر پھروں                                                                           آپ سے سب کچھ ملا یا غوثِ اعظم دَسْتْ گِیر([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د حاجت نـمونځ کوم چې حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وښودلو، دې ته غوثيه نـمونځ وئيلے شي۔ ډير مُجَرَّب دے (يعنې د داسې نـمونځ کولو د ډيرو خلقو تجربه شوې ده او د دې يـې فيضان نصيب شوے دے)، کله چې هم څۀ حاجت وي، څۀ سخته راپيښه شي، پريشاني وي، بيماري، قرض وي، دا نـمونځ اوکړئ! بهتره ده چې د ماښام د نـمونځ نه پس يـې اوکړئ! ياد ساتئ چې دا نمونځ د الله پاک د پاره کول دي او د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ وسيلې سره دُعا غوښتل دي! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مُراد به مو پوره شي۔ پۀ دې هم ځان پوهه کړئ! چې د پاکستان نه بغداد شريف کوم اړخ ته دے؟ د پاکستان او هندوستان نه بغداد شريف پۀ مغرِب او شمال [د نمر پريوتو قطبي اړخ]  يعني د West and North تقريباً پۀ مينځ کښې دے۔


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْاَسْرَار ، صفحہ:197۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:548۔