Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
د بُخاري شريف حديثِ پاک واورئ! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ہَلْ تُنْصَرُوْنَ وَ تُرْزَقُوْنَ اِلَّا بِضُعَفَائِکُمْ يعنې (اے خلقو۔۔۔!! واورئ!) ستاسو چې کوم مدد کولےشي ، تاسو ته چې کوم رزق درکړے کيږي، دا صرف او صرف ستاسو د ضعيفانو برکت دے۔([1])
علَّامه بدرُ الدِّين عيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: دلته د ضعيفانو نه مُراد عبادت ګزار خلق دي، دا هٰغه خلق دي کوم چې د دُنيا سره تعلق نۀ لري، د دُنيا پۀ رنګينو او ښکلاګانو کښې نۀ اخته کيږي، د هر څيز سره پۀ تعلق پريږدي او د الله پاک سره تعلق جوړوي، ډير پۀ اِخلاص سره د الله پاک عبادت کوي، د دوئي د دې اِخلاص والا عبادت پۀ وسيله الله پاک ټولې دُنيا ته رزق هم عطا کوي، د ټولو مدد هم فرمائي۔([2])
معلومه شوه چې ورکول يقيناً چې الله پاک کوي، البته! د خپلو مقبولو بندګانو پۀ ذريعه، د هغوئي پۀ وسيله، د هغوئي پۀ برکت يـې عطا کوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک چې کوم مقبول بندګان دي، نيکان خلق دي، اوليائے کرام دي، الله پاک صرف پۀ خپل فضل سره، پۀ خپل کرم سره دغه بندګانو ته بے شميره اختيارات عطا کوي۔ د الله والا * پۀ زړونو باندې حکومت هم کوي * پۀ دريابونو باندې هم هغوئي ته حکومت ورکولے شي * زمکه د دوئي د پاره راغونډولے شي * پۀ غرونو باندې دوئي ته حکومت ورکولے شي * د دوئي پۀ لاسونو کښې، د دوئي پۀ نظرونو کښې، د دوئي پۀ خُلو کښې شفاګانې ايښودلے شي * پۀ وخت باندې دوئي ته اختيار ورکولے شي * د غيبو نه دوئي خبرولے شي * د دوئي پۀ ژبو کښې داسي طاقت