Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
هغوئي وفرمائيل:
اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ﳓ لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا(۱۹)
(پارہ:16، سورۀ مریم:19)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ خو ستا د رَبّ له طرفه راليږلے شوے يم د پاره د دې چې زۀ تا ته يو پاکيزه ځوي درکړم۔
يعنې اے مريم! مۀ ويريږه! نا۔۔۔!! زۀ د الله پاک راليږلے شوې فرښته يم، تاسو له ځوي درکولو له راغلے يم۔
وګورئ چې څوک دے؟ جبريل عَلَیْهِ السَّلَام۔ آيا د جبريل لفظ معنیٰ تاسو ته معلومه ده؟ د جبريل معنیٰ ده : عبدُ الله۔ د الله بنده۔([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې هم فرښتو ته بندګان فرمائيلي دي:
بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَۙ(۲۶)
(پارہ:17، سورۀ انبیا:26)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې (فرښتے) د عزت والا بندګان دي۔
معلومه شوه چې فرښتے هم د الله پاک بندګان دي، حضرت جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام هم د الله پاک بنده دے۔ قربان شم! اولاد ورکولو والا څوک دے؟ الله پاک۔ ځوي ورکولو والا څوک دے۔۔۔؟ الله پاک۔ خو دلته حضرت جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام يعنې د الله پاک د بارګاه يو ډير مقبول بنده وائي:
لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا(۱۹)
(پارہ:16، سورۀ مریم:19)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د پاره د دې چې زۀ تا ته يو پاکيزه ځوي درکړم۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د الله پاک پۀ عطا سره، د الله پاک د بارګاه مقبول بندګان هم ډير څۀ عطا کوي۔