Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
توبه وکړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت شرف حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ږيره مبارکه مې پريښوده، عمامه مې پۀ سر کړه او د سُنَّتو نه د ډک ژوند تيرولو د پاره مې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول اختيار کړو۔ ([1])
مقبول جہاں بھر میں ہو دعوتِ اسلامی صدقہ تجھے اے ربِّ غَفَّار! مدینے کا([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې د مَدَني قاعدې د ټولو سبقونو ويډيو ريکارډنګ هم کتلے کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
* خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ربيع الثاني د يولسو مَدَني مذاکرو لړۍ روانه ده،