Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
گئے اِک وقت میں ستر مریدوں کے یہاں آقا سمجھ میں آ نہیں سکتا مُعَمَّا غوثِ اعظم کا([1])
پيزار مبارک يـې د ډاکوانو کار تمام کړو
شيخ ابو عَمرو او شيخ عبد الحق حَرِيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما فرمائي: د 555 هجرئ خبره ده، پۀ 3 صَفَرُ شريف د اتوار پۀ ورځ مونږه د حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مدرسه کښې حاضِر وو، هٰغه وخت حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي چَپَړې واچولې او اودس يـې وکړو، د اودس کولو نه پس هغوئي دوه رکعته نفل ادا کړل، د نـمونځ نه چې فارغ شو نو غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ تيز اواز څۀ ووئيل او د لرګي يوه چپړه يـې پۀ هوا کښې [بره] وويشتله، بيا هم دغه شان دويمه چپړه يـې هم وويشتله، دواړه چپړې زمونږه د سترګو نه پناه شوې۔ هغوئي بيا پۀ خپل ځائے باندې کيناستل۔ پۀ مونږ کښې چا هم د واقعې معلومولو جُرأت اونکړے شو۔
د 23 ورځو تيريدو نه پس د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدرسې ته يوه قافِله راغله، قافِلې والؤ ووئيل: مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې نذرانه وړاندې کول غواړو۔ نو مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه اجازت وغوښتو۔ اوئې فرمائيل: قافِلې والا دننه راپريږدئ او څۀ چې هغوئي درکړي هغه ترې واخلئ۔ مونږه قافِلې والا دننه راپريښودل، هغوئي ډير سامان د پيرانِ پير حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې نذرانه کړو، پۀ هغې کښې د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي نه جوړې مبارکې چپړې هم وې۔ د دې پۀ ليدو مونږه حيران شو، مونږه د قافِلې والؤ نه پوښتنه وکړه چې دا د لرګي چپړې تاسو ته د کوم ځائے نه ميلاؤ شوې؟ قافلې والؤ ووئيل: د 3 صَفَر شريف خبره ده، پۀ مونږه باندې ډاکوانو حمله وکړه، زمونږه ډير کَسان يـې ووژل او سامان يـې رانه هم واخِستلو۔ ډاکوانو زمونږه مال يو طرف ته يوړلو او پۀ خپل مينځ کښې يـې تقسيمولو، پۀ