ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

دے، د حضرت ابوذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان               صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ‌حِينَ ‌غَرَبَتِ ‌الشَّمْسُ ‌تَدْرِي اَيْنَ ‌تَذْهَبُ يعنې کله چې نمر پريوځي، نو معلومه ده درته چې چرته ځي؟ عرض يـې وکړو: اللَّهُ وَرَسُولُهُ اَعْلَمُ ! الله پاک او د هغۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بهتره معلومه ده۔ اوئې فرمائيل: فَاِنَّهَا تَذْهَبُ حَتَّى تَسْجُدَ تَحْتَ الْعَرْشِ، يعنې دا نمر د عرشِ اِلٰہی لاندې حاضر شي او د الله پاک پۀ حضور کښي سجده کوي۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې لږ غور وکړئ! پوښتنه ده: آيا نمر چرته پريوتے دے؟ نۀ پريوځي۔ دا دُنيا ګول ده، د انډې پۀ شکل کښې ده۔ کله چې نمر پۀ پاکستان کښې پريوځي نو پۀ امريکه او کينډا کښې هٰغه وخت راخيژي۔ پريوځي خو پۀ يو ځائے کښې هم نۀ۔ بيا دا د عرش د لاندې تلل، سجده کول، دا کله کيږي؟ علمائے کرام فرمائي: الله پاک نمر ته يو مثالي وجود عطا فرمائي۔ نمر د خپل مثالي وجود سره زمونږ د سترګو د وړاندې وي، هم هٰغه وخت دا د خپل حقيقي وجود سره د عرشِ اِلٰہی لاندې حاضر شي او سجده کوي۔([2])

سُبْحٰنَ اللہ! نمر ساه لرونکے نۀ دے، زړۀ نۀ لري، د اِنسان د خِدمت د پاره جوړ کړے شوے دے۔ چې نمر ته الله پاک دا طاقت عطا کولے شي چې هغه هم پۀ يو وخت کښې پۀ دوو ځايونو کښې موجود وي نو د الله والؤ شان خو بيا ډير ځانګړے دے، الله پاک دوئي ته هم طاقت عطا کوي، دوئي د خپلو مثالي وجودونو سره هُم پۀ يو وخت کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې موجود وي۔


 

 



[1]...بخاری، کتاب بدء الخلق، باب صفۃ الشمس ...الخ، صفحہ:821، حدیث:3199۔

[2]...اولیا کے تصرفات، صفحہ:49بتصرف۔