Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
دغه وخت مونږه سوچ وکړو چې [که چرې] حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږه مدد اوکړي او مونږه د دې مصيبت نه بچ شو نو د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې به نذرانه وړاندې کوو۔
اوس لا مونږ پۀ خپل مينځ کښې دا خبرې کولې چې پۀ ځنګل کښې مو دوه تيز اوازونه واوريدل، کومي چې پۀ ټول ځنګل کښې خوارې شوې، ډاکوان هم ويريدل۔ بيا لږه شيبه پس يو ډاکو پۀ ويريدلي حالت کښې زمونږ خوا له راغلو: اوئې وئيل:راشئ! تاسو خپل مال واخلئ! او اوګورئ چې زمونږه څۀ حال شوے دے؟ مونږه زر د ډاکوانو خوا له لاړو، وه مو کتل چې د هغوئي دواړه سرداران مړۀ پراتۀ دي او د هغوئي سره د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي دا مبارکې چپړې ايښودے شوې دي۔ بس مونږه د لرګي چپړې راواخستې، خپل مال مو راواخِستو او د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې د نذرانې وړاندې کولو د پاره حاضِر شو۔ ([1])
اَسِیْروں کے مُشْکِل کُشا غوثِ اعظم! فقیروں کے حاجَت رَوا غوثِ اعظم!
گِھرا ہے بلاؤں میں بندہ تمہارا مدد کے لئے آؤ یا غوثِ اعظم!
ترے ہاتھ میں ہاتھ مَیں نے دیا ہے ترے ہاتھ ہے لاج یا غوثِ اعظم!
مُریدوں کو خطرہ نہیں بحرِ غم سے کہ بیڑے کے ہیں ناخدا غوثِ اعظم!
تمہِیں دُکھ سنو اپنے آفت زَدوں کا تمہِیں دَرْد کی دو دوا غوثِ اعظم!([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا د الله والؤ اِختيارات دي، الله پاک دوئي ته داسي طاقت عطا کوي چې دوئي وي خوپۀ يو ځائے کښې خو دډير لرې لرې پورې د خپلو غلامانو اواز هم اوري او د هغوئي مدد هم کوي۔