ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

کرم سے کیا رہنما رَہْزنوں کو                                                                         ادھر بھی نگاہِ کرم غوثِ اعظم([1])

شَیْئًا لِلّٰہِ یَا عَبْدَالقَادِرِ یَا ساکِن بَغْدَاد یَا شَیْخَ الْجِیْلَانِیْ

اخر د وليانو نه يـې ولې وغواړو؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د قرآنِ کريم آيت واوريدو، پۀ کوم کښې چې ووئيلے شو چې الله پاک هم مددګار دے، د هغۀ محبوب بندګان هم مددګار دي۔ پۀ دې موقع باندې بعضې خلق دا پوښتنه کوي چې ځه وه مو منله چې اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مددګار دي خو چې الله پاک پخپله زمونږ اوري هم، زمونږه مدد هم فرمائي، بيا اخر مونږ د بندګانو نه ولې مدد وغواړو؟ صرف هم د الله پاک نه مدد غواړئ۔

ډيره اهمه پوښتنه ده، ډير د ښې عقيده والا خلق هم د دې شيطاني وسوسې ښکار کيږي، د دې څۀ جواب دے؟ راځئ چې يو حديثِ پاک واورو۔ حديثِ حَسَن دے يعنې د سند پۀ اعتبار سره ښۀ دے، ډيرو محدثينو دا ذِکر کړے دے او ډير لوئي لوئي علمائے کرامو او محدثينو پخپله هم پۀ دې حديثِ پاک باندې تجربه کړې ده، حديث شريف څۀ دے؟ واورئ! بدري صحابي حضرت عُتبَه بِن غَزوَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کله چې پۀ تاسو کښې د چا نه څۀ څيز ورک شي او وي هم په شاړ ځائے کښې چرته چې څوک مددګار نۀ وي، پۀ داسې حالت کښې که هغه مدد غواړي نو داسې دې ووائي: ‌يَا ‌عِبَادَ ‌اللهِ ‌أَغِيثُونِي، ‌يَا ‌عِبَادَ ‌اللهِ ‌أَغِيثُونِي اے د الله بندګانو! زما مدد وکړئ! اے د الله بندګانو! زما مدد وکړئ! ([2])

اوس وګورئ چې دا تعليم څوک راکوي؟ * زمونږه آقا، زمونږه هادي، زمونږه راهنما صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د دُنيا هٰغه هستي کوم چې د ټولو نه لوئي توحيد پرست دے * هٰغه خوږ


 

 



[1]... سامان بخشش، صفحہ:123-127 ملتقطًا۔

[2]... معجم کبیر، ما اسند عتبۃ بن غزوان، جلد:7، صفحہ:48، حدیث:13737۔