Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
پاک مدد ميلاؤيږي، چا ته د خواجه اجمير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ذريعه ميلاؤيږي او چا ته پۀ المَدد يا غوثِ پاک اواز کولو ميلاؤيږي۔ وګورئ چې د غزوۀ بدر پۀ موقع باندې الله پاک فرښتے د مدد پاره راوليږلې۔ الله پاک فرمائي:
اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَى الْمَلٰٓىٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْاؕ-
(پارہ:9، سورۀ الانفال:12)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: یاد کړه اے حبيبه! چې کله به ستاسو رَبّ فرښتو ته وحي ليږله چې زۀ ستاسو سره يم تاسو مسلمانان ثابِت [قدمه] اوساتئ۔
دلته وګورئ چې فرښتے هم غيرُ الله دي۔ الله پاک پخپله فرښتو ته وفرمائيل: اے فرښتو! ايمان والا ثابت قدم اوساتئ! زۀ ستاسو سره يم۔
غور وکړئ چې الله پاک فرښتے راوليږلې، الله پاک که غوښتلے نو بغير د فرښتو نه يـې هم مدد کولے شو، که الله پاک غوښتلے نو کافران به هُم پۀ خپلو کورونو کښې اُلټا پراتۀ وو، د بدر ميدان ته به هډو راتللے نۀ شو خو الله پاک فرښتے راوليږلې، ولې؟ ځکه چې هغه الله پاک دے، هغه رَبّ تَعَالٰى دے، هغه د قُدرتونو والا دے، هغه چې څۀ غواړي کوي يـې، څوک د هغه نه د پوښتنې کولو جرأت نۀ شي کولے۔
بيا غور وکړئ چې پۀ غزوۀ بدر کښې د مدد کولو د پاره څوک راغلل؟ فرښتے راغلې خو الله پاک فرمائي:
وَ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:123)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه الله پۀ بدر کښې ستاسو مدد وکړو۔
د مدد د پاره څوک راغلل؟ فرښتے۔ الله پاک څۀ فرمائي؟ الله پاک مدد وکړو۔ معلومه شوه چې د الله پاک مقرب بندګان، د الله پاک پۀ عطا سره، د الله پاک پۀ ورکړے شوي طاقت سره مدد وکړي نو دا د غيرُ الله مدد نۀ دے بلکې دا هُم د الله پاک مدد دے کوم