Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
کله د يو قبر خوا ته، کله د بل قبر خوا ته، داسې پۀ ګرځيدو ګرځيدو مې سندرې شروع کړې۔ پۀ دې وخت کښې زۀ د يو قبر خوا ته ناست ووم چې ناڅاپه قبر برسيره شو، د هغې نه يو کَس راوتو، هغه ووئيل: اے انسانه! تر څو پورې به مړو ته سندرې اوروې ۔۔۔؟ خپل فرياد د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کړه، بے شکه هغه حَیّ و قَيُّوم دے۔ دا منظر چي مې وليدو نو زۀ بے هوشه شوم، کله چې پۀ هوش کښې راغلم نو عقل مې پۀ ځائے شوے وو، نو ما د الله پاک پۀ بارګاه کښې فرياد پيش کړو۔ لا مې د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې عرض کړے نۀ وو چې ستاسو خادم راورسيدو او ما ته يـې 100 اشرفۍ راعطا کړې۔ د دومره وئيلو نه پس هٰغه بوډا کَس خپل عُود (يعنې د موسيقۍ آله) ماته کړه او پۀ رښتوني زړۀ سره يـې توبه کړه او نيک انسان جوړ شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! وګورئ چې دې بوډا کَس د غم، درد او پريشانۍ پۀ حالت کښې خپل فرياد د چا پۀ حُضُور کښې وکړو؟ د الله پاک پۀ حُضُور کښې۔۔۔!! او پۀ اشرفو ليږلو د هغوئي مدد چا وکړو؟ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔۔۔!! معلومه شوه چې مدد هم د الله پاک دے، هم هغه فرياد اوريدو والا، غم زپلو زړونو ته اطمينان او سکون عطا کولو والا دے خو هغه د خپل مدد د پاره ذريعې مختلفې کيښودې دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام، اولیائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ټول مشکل کُشا دي، حاجت روا دي، مدد کولو والا دي او د هغوئي مدد پۀ خپل ذاتي طاقت نۀ بلکې د الله پاک په عطا سره دے او د هغوئي مدد پۀ حقيقت کښې هم د الله پاک مدد دے کوم چې د هغوئي پۀ ذريعه کيږي۔
صلاۃُ غوثيه(غوثيه نـمونځ) کوئ۔۔۔!
خير! دا خبره د غرمې د نمر پۀ شان بالکل واضحه او صفا ده چې د الله پاک د نبيانو، وليانو او د نيکانو خلقو نه د هغوئي پۀ ژوند کښې، د هغوئي د وفات نه پس هم مدد غوښتل،