ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

چا چې څۀ وغوښتل ورعطا يـې کړل

د شيخ محمد بِن مَحفوظ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دےچي: يو ځل ډير مشائِخ د پير سرکارِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښي حاضر وو، حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: خپل خپل حاجتونه بيان کړئ، څوک چې څۀ غواړې ورته به ميلاويږي۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔۔۔!! څوک چې پخپله پيران دې ، ډير د کمالونو والا دي، د چا د خپل در نه چې د زرګونو مريدانو مرادونه پوره کيږي، هغوئي د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر دي او غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته څۀ فرمائي: خپل حاجتونه بيان کړئ! د چا چې څۀ پکار وي ورته به ميلاؤيږي۔

نہ کیونکر اَولیا اس آستانے کے بنیں  منگتا                          کہ اِقلیمِ وِلایت پر ہے قبضہ غوثِ اعظم کا([1])

د غنيمت موقع وه، ټولو پيرانو صاحبانو خپل خپل حاجتونه بيانول شروع کړل، چا عرض وکړو: زۀ د مُجَاهَدې (يعنې پۀ نيکو کښې د ښۀ ډير کوشش کولو) طاقت غواړم۔ چا عرض وکړو: زۀ د الله پاک نه د ويرې طلب ګار يم، چا عرض وکړو: زۀ خپل وخت محفوظ کول (يعنې پۀ ذِکرُ الله کښي مشغول اوسيدل) غواړم، چا عرض وکړو: زۀ پۀ عِلم کښې اضافه غواړم۔ * شيخ خليل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ قُطب جوړيدل غواړم * شيخ اَبُو البَرَکات رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ د الله پاک پۀ محبت کښې ډيره اضافه غواړم * شيخ اَبُو الفَتُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ د قرآنِ کريم او د حديثِ رسول حافظ جوړيدل غواړم۔


 

 



[1]...قبالۂ بخشش، صفحہ:94۔