Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
اوغوښتل؟ که مونږ وے نو *چا به دنيا غوښتله *چا به د مال او جائيداد سوال کولو*چا به په کاروبار کښې د برکت خيرات غوښتلو *چا به آسانۍ غوښتې *او چا به سهولتونه غوښتل. خو! هغوئي الله والؤ څه اوغوښتل؟ *د خدائے ويره يـې اوغوښته*د الله پاک محبت يـې اوغوښتو*د قرآن او حديث پوهه يـې اوغوښته*په ذِکرُ الله کښې د مشغول اوسيدو توفيق يـې اوغوښتو، او بيا زما د غوث پاک رَحْمَۃُ اللہِ عَلَیْہ څه شان دے؟ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د زمانې غنيان، د هغوئي د پاک در سوالګري دي او هغوئي د ټولو لَمَنې د مرادونو ډکې کړې.
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
واہ کیا مرتبہ اے غوث ہے بالا تیرا اُونچے اُونچوں کے سَروں سے قدَم اعلیٰ تیرا
کیوں نہ قاسِم ہو کہ تُو ابنِ ابی القاسم ہے کیوں نہ قادِر ہو کہ مختار ہے بابا تیرا([1])
*-*-*-*-*
ہیں پیرِ پیراں! غوثِ پاک ہیں میرِ میراں! غوثِ پاک
مَحْبُوبِ سُبْحاں! غوثِ پاک ولیوں کے سُلطاں! غوثِ پاک
مُشکل ہو آساں! غوثِ پاک دو دَرد کا دَرْمَاں! غوثِ پاک
فرماؤ اِحْساں! غوثِ پاک راحت کا سَاماں! غوثِ پاک([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
آيا وَليان هم څۀ ورکولے شي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پيرانو صاحبانو کرم وفرمائيلو، چا چې څۀ وغوښتل ورعطا يـې کړل۔ دلته پۀ ذِهن کښې يو سوال راځي چې حاجت روا خو الله پاک دے، ورکولو والا ذات خو د الله پاک دے، آيا بنده هم بندګانو له څۀ ورکولے