ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

ايښودلے شي چې څۀ وائي، هغه کيږي * د دوئي پۀ زړونو کښې د هدايت نُور ايښودے شي، څۀ چې غواړي، هغه کيږي * تر دې پورې چې دوئي سراسر برکت جوړولے شي، د دوئي وجود، د دوئي جامې، د دوئي مزارونه د الله پاک پۀ عطا سره ټول مشکل کُشا شي۔

د الله پاک پۀ عطا هيڅ بنديز نشته

 پۀ ذِهن کښې سوال پيدا کيدے شي چې دا څنګه۔۔۔؟ الله والؤ ته دومره ډير اختيارات څنګه ميلاؤيدے شي؟ د قرآنِ کريم آيتونه واورئ! الله پاک پۀ 15 سيپاره، د سورۀ بني اسرائيل پۀ آيت نمبر 20 کښې د دوه قِسمه خلقو ذِکر فرمائيلے دے: (1): يو هغه دي کوم چې د دُنيا غوښتونکي دي (2): دويم هغه دي کوم چې د اخرت طلبګاران دي۔ الله پاک فرمائي:

كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَ هٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَؕ-

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ ستا د رَبّ پۀ عطا سره د دوئي (يعنې د دُنيا د طلبګارو) او د هغوئي (يعنې د اخرت د طلبګارو) ټولو مدد کوو۔

 يعنې هغوئي دُنيا وګټله، دا هم د الله پاک پۀ ورکړے شوي طاقت سره دي، دوئي اخرت وګټو، دا هم د الله پاک پۀ عطا کړے شوي طاقت سره دي۔

وَ مَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا(۲۰)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستا د رَبّ پۀ ورکړه هيڅ بنديز نشته۔

يعنې هر څۀ د الله پاک پۀ عطا سره دي او د الله پاک پۀ عطا کښې هيڅ منع نشته، چا ته چې څومره وغواړي ورعطا کوي يـې۔

وګورئ چې غير مسلمه دعویٰ لري چې هغوئي سپوږمۍ ته خَتلي دي، او اوس مريخ ته د تللو تياريانې کوي، او ډير خلق دا خبره مني هُم۔ البته دا جُدا موضوع ده چې د هغوئي دا دعویٰ صحيح ده او که غلطه، خو کوم خلق چې دا خبره مني هغوئي هُم د دې خبرې