ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

حُسْنِ نِیَّت ہو خطا پھر کبھی کرتا ہی نہیں                                                                                                  آزمایا ہے، یگانہ ہے دوگانہ تیرا([1])

وضاحت: پۀ دې خبره تجربه شوې ده چې پۀ اِخلاص سره غوثيه نـمونځ وکړے شي نو ناکامي به نۀ وي بلکې د کوم مقصد د پاره چې وکړے شي، هٰغه مقصد پوره کيږي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                      صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د يولسمې شريفې برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدد او د کرم نظر حاصلولو يوه طريقه يولسمه شريف هم ده ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا د لوئي يولسمې شريف مياشت ده، پۀ دې مياشت کښې هم د يولسمې شريف انتظام اوکړئ! او د راتلونې مياشتو د پاره د دې عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو ډير برکتونه نصيب شي۔ علمائے کرام فرمائي: مونږ چې څوک هم د يولسمې شريف پابند موندلي دي، تجربه ده چې داسې خوش قِسمته پۀ معاشي او روحاني لحاظ سره هم ډيره ترقي کوي۔ ([2]) اللہ پاک دې مونږ ټولو ته د عَمَل کولو توفیق رانصیب کړي.

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مَدَني مذاکره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکو نه د ډک ژوند تيرولو، د ګناهونو نه د بچ کيدو سعادت حاصلولو د پاره، د الله والؤ د محبت او مينې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به مو روښانه شي، عشقِ رسول به مو نصيب شي، د الله پاک محبت به مو نصيب شي او د د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره مَدَني مذاکره هم ده۔


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:20۔

[2]... برکات گیارہویں، صفحہ:20 خلاصۃً۔