ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat

قائل دي چې هغوئي د ظاهري اسبابو پۀ ذريعه ختلي دي. اوس لږ پۀ زړۀ باندې لاس کيږدئ او پۀ اِيمان سره غور وکړئ چې که سائنس هر څومره ترقي هم وکړي خو که د الله پاک د طرف نه ورسره مدد نۀ وي نو سپوږمۍ ته ختل خو غټه خبره ده آيا د الله پاک د مشِيَت نه بغير يوه پاڼه هُم خوزيدے شي؟ هيڅکله نشي خوزيدے۔ بيا زۀ عرض کول غواړم، هغوئي غير مسلمه وو، هغوئي دُنيا وغوښتله، پۀ اسبابو باندې يـې باور وکړو، هغوئي سپوږمۍ ته وختل، دا د الله پاک والا دي، دوئي دُنيا اونۀ غوښتله، د دُنيا خالق يـې وغوښتو، پۀ اسبابو باندې يـې نۀ، د اسبابو پۀ جوړوونکي يـې باور وکړو، هغوئي ته بس تر سپوږمۍ پورې د رسيدو طاقت ورکړے شوے وو او دوئي ته پۀ ټول کائنات باندې د تصرف اختيار ورکړے شو۔

پۀ وريځو باندې حکمراني

بَهجَةُ الاَسرَار کوم چې د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سيرت باندې ليکلے شوے معتبر کتاب دے، پۀ دې کښې دي: يو ځل حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ منبر باندې تشريف فرما وو، خلق راجمع وو، د اثر نه ډک بيان جاري وو، پۀ دې کښې وريځې راغلې او باران شروع شو۔

ظاهره ده چې باران وي نو خلق پريشانه کيدے شو۔ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله دا حالت وليدو نو د وريځو طرف ته يـې مخ کړو، پۀ جلال کښې يـې وفرمائيل: اے وريځو۔۔۔!! زۀ خلق راجمع کووم، تۀ رانه دوئي لرې کوې۔۔۔؟ بس پۀ ژبه مبارکه باندې دا الفاظ راتلل وو، راوي وائي: پۀ کوم ځائے کښې چې خلق راجمع وو، د هٰغه ځائے نه وريځې لرې شوې، ګير چاپيره باران وريدو خو پۀ اِجتماع باندې نۀ وريدو۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دي د الله والؤ اِختيارات۔۔۔!! د وَلي الله پۀ ژبه کښې داسې اثر څنګه راتلے شي؟ فرمائي:


 

 



[1]... بَہْجَۃ ُالْاَسْرَار، ذکر فصول من کلامہ...الخ، صفحہ:147۔